پيښور كې په يوه پوهنتون بريد شوی

د پېښور بريدوسلوالو کسانو نن سهار د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د پیښور ښار په چارسده کې د باچا خان په پوهنتون بريد وكړ. پاکستاني رسنۍ وايي چې برید ګر د سهار په نهه نیمو بجو د جناح میلمستون له لارې دغه پوهنتون ته ننوتل او  ډزې یې پیل کړې.

تر اوسه د بريد ګرو د شمير په اړه څه نه دي ويل شوي. د پيښې سيمه د پاكستان ځواكونو له خوا كلابنده شوې.

پاكستاني رسنۍ وايي  په دې  پیښه کې دوه برید ګر وژل شوي او درې نور د امنیتي ځواکونو لخوا کلا بند شوي دي.  د پيښې په سيمه كې خلك وايي د امنیتي ځواکونو او برید ګرو تر منځ سختې نښتې روانې دي او د څو چاودنو غږونه هم اوريدل شوي.

د پیښې په مهال پوهنتون کې سلګونه محصلين موجود  وو. د ۲۰۱۴ کال د دسامبر په میاشت کې هم وسلوالو د پیښور په پوځي ښونځي برید کړی و چې په کې ۱۴۴ کسان ووژل شول چې ډير يې زده كوونكي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.