پيښور كې چاودنې لس تنه ووژل

په خيبر پښتونخوا كې بمي چاودنهد پاكستان په خيبر پښتونخوا كې يوې چاودنې لس تنه وژلي دي. دا چاودنه د پيښور ښار په كارخانو سيمه كې د پوليسو د تلاشۍ يوې پوستې سره  شوې ده.

پوليس وايي چې په دې پيښه كې شپاړس تنه ټپيان شوي چې روغتون ته ليږدول شوي دي. ويل كيږي په ټپيانو كې يو ماشوم او دوه پوځيان هم شامل دي. تر دې پيښې وروسته د تورخم لاره تړل شوې ده.

چارواكو ويلي چې ښايي چاوديدونكي توكي په يوه موټر سايكل كې ځاى پرځاى شوي وي چې د ريموټ په وسيله چاودنه وركړل شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.