پيښور كې چاودنې پنځلس تنه ووژل

پيښور كې چاودنهپه خيبر پښتونخوا كې په يوه چاودنه كې لږ ترلږه پنځلس تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان دي.

دا چاودنه نن سهار د پيښور په سنهري مسجد رود سيمه كې د حكومتي كارمندانو په يوه ليږدونكي بس شوې ده. حكومتي سرچينې وايي چې په دغه چاودنه كې پنځلس تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان دي.

د پيښور د پوليسو يو چارواكى وايي په دې بس كې  چې پنځوس كسان يې د  مردان له  (درګۍ) څخه پيښور ته روان و چاوديدونكي توكي ځاى پرځاى شوى و.تراوسه د دغه بريد مسوليت كومې ډلې پرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.