پي ټي ام: د کشمیر مسله کې به هېڅکله د پنجاب په غوښتنه د هند ضد لاریون ونه کړو
محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۱۵ مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړیو د پاکستان د حکومت هغه غوښتنه چې د کشمیر مسله کې باید د هند پر ضد لاریون ته راووځي، په کلکه رد کړې ده.
د پاکستان حکومت تېره ورځ د خیبر پښتونخوا او شمالي وزیرستان زیات شمېر مسوولینو ته لیک لېږلی چې باید د کشمیر مسلې غبرګون کې د هند حکومت پر ضد واټونو ته راووځي او د نوې ډیلي خلاف شعارونه ورکړي.
د خیبر پښتونخوا او شمالي وزیرستان پښتنو د حکومت دغه وړاندیز ته کلک غبرګون ښودلی دی او ویلي دي چې دوی به هېڅکله د کشمیر مسله کې د هند پر ضد د لاریون په هدف واټونو ته را ونه وځي.
دې منځ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړیو ته هم ورته یو لیکل لېږل شوی دی، لیک کې غوښتنه شوې چې دغه حرکت باید د کشمیر په مسله غلی پاتې نه شي.
Leave a Reply