پټرویس: امریکا باید افغانستان کې د عراق تېروتنه تکرار نه کړي

پټرویس: امریکا باید افغانستان کې د عراق تېروتنه تکرار نه کړي

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۱۹ مه:

د امریکا پخواني لوړ پوړي پوځي چارواکي ډېوېډ پټرویس اندېښنه ښودلې چې امریکا باید له افغانستان څخه د سرتېرو اېستلو کې د عراق تېروتنه تکرار نه کړي.

هغه ټینګار کړی، که امریکا خپل سرتېري وباسي، د دغه هېواد برخه لیک به د عراق په څېر وي.

نوموړي ویلي امریکايي چارواکي دې په افغانستان کې تېر تاریخ بیا نه تکراروي او په دغه هېواد کې دې د سولې او ثبات راتګ یقیني کړي.

پټرویس د افغانستان جنګي ماموریت کې هم برخه اخیستې او له دغه هېواده بشپړه مطالعه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.