پښتون: د حق مبارزه کې هېڅ ګواښ او وېرې ته تن نه ورکوم

پښتون: د حق مبارزه کې هېڅ ګواښ او وېرې ته تن نه ورکوم

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۲۸ مه:

د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاري منظور پښتون ویلي، د حق غوښتنې مبارزې په لاره کې له هېڅ راز ګواښ وېره نه لرم.

نوموړي یو ځل بیا پاکستاني پوځیان تورن کړي چې د پښتنو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي.

هغه زیاته کړې، چې وزیرستان کې باید عدالتي نظام تامین شي.

هغه ویلي، پاکستاني پوځ وزیرستان کې پر خلکو وسلې وېشلې دي او هغه کسان چې وسلې ورسره وي ښارونو کې ګرځېدای شي، څوک یې چې نه لري، کور کې ناست دي.

پښتون تور پورې کړی، هغه کسان چې پاکستان کې د حق لپاره مبارزه کوي، پوځ هغه تورو بند خونو کې اچوي.

منظور پښتون وايي، پاکستانی پوځ دې ژر تر ژره د دوی نیول شوي ملګري، محسن داوړ او علي وزیر بېرته خوشې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.