د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ویلي: زه او زما ملګري به زیات څه وکړو او د احمد شاه بابا روح به ارامه کړم
منظور پښتون او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مخکښ غړي، محسن داوړ او یو شمېر نورې مخکښې څېرې د ټانګ شانداره غونډې ته رسېدلي دي.
منظور پښتون به د ټانګ غونډې ته راغلو زرګونه پښتنو ته وینا وکړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن داوړ ویلي، دوی به له پنجاب د خپلو زرګونه افغانانو غچ اخلي
که څه هم پنجاب په ټانګ کې فېسبوک بند کړی دی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ویلي: ټوېټر کار کوي او دوی له هغه ځایه شېبه په شېبه نورو خلکو ته مالومات ورکوي
د ټانګ غونډه د شهید نقیب مسید د شهادت لومړني تلین نمانځلو په هدف رابلل شوې ده
Leave a Reply