د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاري منظور پښتون ویلي، د پنجاب پوځ شمالي وزیرستان کې ددې غورځنګ پر غړو له برید سره د بابړې پېښه تکرار کړې ده
منظور پاکستاني پوځ ته په خطاب کې ویلي ” ما ستا چړې ولیدې، ما ستا ظلمونه ولیدل او ما ستا قتلونه ولیدل، بیا درته را پاڅېدم “.
پښتون وايي، پښتونخوا کې پښتنو د پاکستاني پوځ هېڅ ظلم نه دی هېر کړی.
د نوموړي په وینا، په ډېر سوچ او شعور سره د پښتون ژغورنې غورځنګ له لارې د پښتنو د حقونو تر لاسه کېدو لپاره مبارزه کوي او هېڅکله به میدان پرېنږدي.
هغه ټینګار کړی چې پاکستانیو پوځیانو د پښتنو په وینو کاروبار شروع کړی دی او میلیونونه ډالر يې په کې وګټل.
منظور پښتون د پاکستان پوځ استعماري بللی دی.
د نوموړي په خبره، پاکستان په درواغو کې نوم لري او تاریخ يې په مکارۍ پیل شوی دی.
منظور پښتون ویلي چې د پاکستاني د هر پوځي نظامي لباس د پښتون په وینه سور دی، طیارې يې د پښتنو ماشومانو په وینو سرې دي او پوځیان یې د پښتنو په وژلو نښانونه او رتبې تر لاسه کوي.
Leave a Reply