پښتون: راتلونکې ناستې به مو بېسارې وي محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۲۶ مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاري منظور پښتون وزیرستان کې یوې غویې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، راتلونکې ناستې او د حق غوښتنې لاریونونه به یې کم ساري وي. هغه په ورته وخت کې خپل راتلونکي پلانونه هم له خلکو سره شریک کړي دي. د وزیرستان خلکو منظور پښتون ته د هر راز همکارۍ ټټر وهلی دی. منظور پښتون ټینګار کړی چې هېڅکله به له خپلې مبارزې په شا نه شي.
Leave a Reply