پښتون: مونږ غلي نه یوو، یوازې لږ نور هم په تمه شئ

پښتون: مونږ غلي نه یوو، یوازې لږ نور هم په تمه شئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ویلي، د غورځنګ غږ یې نه دی چوپ شوی، بلکې د راتلونکې لپاره په خپلې تګلارې کار کوي.

هغه ویلي چې دا خاموشي موقتي ده، دوی په تیاریو بوخت دي.

پښتون ټینګار کړی چې دوی له وروستیو  نیولو نه  دي ډار شوي، فقط د پاکستان حکومت دې زمونږ راتلونکې  تګلارې ته په تمه اوسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاري غوښتنه کړې چې د خړ کمر پېښه دې په بې پرې ډول وڅېړل شي.

هغه دا هم ویلي چې پاکستان ورته جرګې ور لېږي، خو دی یوازې په منطق باور لري، زور ته به سر ټیټ نه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.