پښتون ژغورنې غورځنګ پر دویم بنګلادېش بدلېدونکی دی

پښتون ژغورنې غورځنګ پر دویم بنګلادېش بدلېدونکی دی

 

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ: آیا یو نوی بنګلدېش د جوړېدو په درشل کې دی؟
که د پښتون ولس غوښتنې ونه منل شي، پاکستان به له ناورین سره مخ شي
طه صدیقی / الجزیره
۱۳ جنوري ۲۰۱۸

د نن نه یو کال وړاندې د نقیب الله محسود په نامه یو ځوان د پاکستان په سوېلې بندري ښار کراچۍ کې په ډزو ووژل شو. پولیسو په لومړي سر کې ادعا وکړه چې دی د پاکستانی طالبانو یو سرسخت غړی و او د ترهګرو پر پټنځای د یوې چاپې پر مهال وژل شوی دی.

خو د هغه کورنۍ، ملګرو او د بشر د حقونو یو شمېر سازمانونو پدې ادعا پسې پوښتنه پیل کړه او ویل يې چې محسود یو بېګناه دوکاندار او ښایسته بېلګه ځوان و.

د پاکستان حکومت د پلټنو امر وکړ. د پولیسو هغې کمېټې چې پېښه يې څېړله د ډزو یا ترهګریز فعالیت کوم ثبوت ونه وموند او مشخصه شوه چې محسود د پولیسو له لوري په یوه “جعلي نښته” کې وژل شوی – دا هغه چاره ده چې ډېری مهال د پاکستان امنیتي ځواکونه پکې ښکېل وي. هغه افسران چې په قتل کې پر ښکېلتیا تورن وو، محکمې ته راکش کړل شوي چې دوسیه یې تر اوسه روانه ده.

په تېر کې، په ورته ناقانونه وژنو د چارواکو له لوري په منظم ډول سترګې پټې شوې دي، او امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې وه تر څو د مصئونیت په درلودلو سره عملیات وکړي. هغه څه چې د محسود قضیه یې جلا کوله او حکومت یې مجبور کړ تر څو چټک اقدام وکړي، هغه د پښتون ژغورنې لږ پېژندل شوی غورځنګ و کوم چې د د ده په پلرني ټاټوبې د وزیرستان په مکین کې پيل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بشر د حقونو فعال منظور پښتین له لوري د پښتنو ډېرو ناخوالو ته د رسیدګۍ په موخه په لاره واچول شو. پښتانه د پاکستان تر ټولو ستره دویمه قومي ډله ده چې تر ډېره د هغه هېواد په شمالي-لوېدېځو برخو کې چې د افغانستان پولې ته نږدې پرتې دي ژوند کوي.

پښتو په اصطلاح د “ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې” بار ته د نږدې دوو لسیزو راهیسې اوږه ورکړې ده. کله چې امریکا او ملګرو یې پر افغانستان د سپټمبر د نهمې د پېښې څخه وروسته یرغل وکړ، د ترهګریزو ډلو ډېری غړي چې پدې هېواد کې یې فعالیت کاوه، پاکستان ته واوښتل او د پښتنو په سیمو کې مېشته شول. په غبرګون کې، د پاکستان پوځ “د ترهګرو څخه د سیمې د پاکولو” په موخه عملیات پیل کړل.

خو سره له دې، پوځي عملیاتو د دې پرځای چې ترهګریز فعالیت ودروي، په ستره کچه يې د سیمې بېګناه ملکي وګړي قرباني کړل. په ګرد پاکستان کې پښتنو ته د ترهګرو په سترګه کتل پیل شول حال دا چې دوی پخپله د ترهګرۍ قربانیان وو.

د عدالت غوښتنه
په کراچۍ کې د محسود د وژلوڅخه وروسته، منظور پښتین د اسلام آباد پر لوري د مارش غږ وکړ. په زرګونو خلک له پښتین سره د پلازمېنې پر لاره یوځای شول؛ هغوی یواځې یوه کس ته عدالت نه غوښت، بلکې هغوی ټولو هغو پښتنو ته عدالت غوښت چې د تبعیض او توپیری چلند سره مخ وو.

دا مارش ډېر ژر د حقونو په یوه ملي خوځښت واوښت او پدې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته شو. پښتین او ملاتړو يې په ټول هېواد کې د لاریونونو پر مهال د دوی له سیمې څخه د جګړه مارۍ په له منځه وړلو کې د پوځ ناکامي تر پوښتنې لاندې راوسته او ويې پوښتل چې آیا پاکستاني چارواکي په رښتیا هم غواړي چې دا ډول ډلې له منځه یوسي.

یو شعار چې په عامه توګه وکارول شو هغه “يې جو دهشتګردي هې، اېس کې پیچې وردي هې” (د دې ترهګرۍ شاته، د [پوځ] یونیفورم دی)، ګوته یې د ترهګرو او پوځ پټې همکارۍ ته وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلواکه توګه د ټولو ناقانونه وژنو د تورونو د پلټنې غږ وکړ او غوښتنه يې وکړه چې تري تم کولو ته دې د پای ټکی کېښودل شي. تري تم کول د وګړیو هغو تښتونو ته ویل کېږي چې د پاکستاني پوځ له لوري ترسره کېږي. سربېره پر دې، پښتین او د هغه ملاتړو په پاکستاني حکومت فشار راوړ چې هغه ظالمانه قوانین اصلاح کړي چې له مخې يې قبایلي سیمې اداره کېږي. دا قوانین بنسټيز بشري حقونه تر پښو لاندې کوي؛ لکه ډله ایز مسئولیت، چې پاکستانی دولت يې د قبایلي سیمو د وګړو پر ضد کاروي – د یوه کس د جرایمو لپاره ټولو کورنیو، کلیو او قومونو ته سزا ورکول کېږي.

پاکستاني حکومت د دې پر ځای چې د دې مخ پر ودې غورځنګ له لوري بیان شویو مؤثقو او معتبرو مظالمو ته رسیدګي وکړي، پر دوی یې سختګیری شروع کړه.

پاکستانیو رسنیو د دې غورځنګ د غونډو په اړه خبرونه ورکول ودرول. د دې غورځنګ ډېری غړي او مشران په مکرر ډول د پولیسو له لوري ونیول شول. د دوی مشران د پاکستان هغو برخو ته له ورتګ څخه بند شول چې غوښتل یې لاریونونه پکې وکړي. په وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې غړي ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

په عام محضر کې، د پوځ ویاند د پښتون ژغورنې غورځنګ “د پاکستان خلاف پر اجنډا” په کار کولو تورن کړ او ويې ویل چې د بهرنیوغلیمو حکومتونو سره مرسته کوي – دا یوه حربه ده چې ډېری مهال د پاکستاني پوځ له لوري د منتقیدینو د بې اعتباره کولو لپاره کارول کېږي.

خو د دې غورځنګ د غلي کولو او کابو کولو لپاره د پاکستاني دولت هڅو معکوسه نتیجه ورکړه. د دولت د ځورولو دې مبارزې د پښتون ژغورنې غورځنګ نور هم په خلکو کې محبوب کړ او د دوی غونډې اوس له پخوا ډېرې سترې دي.

پداسې حال کې چې خوځښت تل ویلي دوی سوله ایز دي، خو د دولت له لوري د دوی د دې ډول ځپلو تکتیکونه ښايي د داسې مخالفت لامل شي چې د کنټرول نه وتلی وي، او داسې څه په پاکستان کې له وړاندې هم پېښ شوي دي.

له تېرو تېروتنو زده کړه
په تېر کې، د حق غوښتلو یو ورته خوځښت د ختیځ پاکستان د اوسېدونکو له لوري په لاره واچول شو چې بالاخره له پاکستان څخه د خپلواکۍ غوښتلو په یوه غورځنګ واوښت، او خبره په ۱۹۷۱ کال کې د بنګلدېش تر پیدایښت ورسېده.

په ۱۹۶۰مو کلونو کې، بنګالی ولس چې په ختیځ پاکستان کې اوسیده، په هغه مهال کې د هېواد تر ټولو ستره قومي ډله وه او داسې یې محسوسوله چې د جنرال ایوب خان په مشرۍ مرکزي حکومت دوی له پامه غورځولي دي. د دې پر ځای چې د دوی ناخوالو ته غوږ ونیسي او هغو بې عدالتیو ته رسیدګي وکړي چې دوی ورسره مخ ؤ، پوځ د دې ځورېدلی ولس په وړاندې عملیات په لاره واچول. دا چاره د دې لامل شوه چې بنګالیان وسلوال مقاومت ته لاس واچوي چې پایله يې د پاکستان وېش شو.

نږدې ۵۰ کاله وروسته، داسې ښکاري چې د پاکستان د سر نخبه ګانو د تاریخ څخه زده کړه نه وي کړې او معلومېږي چې هغه تېروتنې بیا تکراروي کومې چې په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د ولس لپاره د ډېر درد، وینې تویېدنې او نه جبرانېدونکې ویجاړۍ لامل شوې.

نن د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو کال پوره کېږي او دا نهایت مهمه ده چې د پاکستان ملکي او پوځي مشران د پښتون ولس مشروع اندېښنو ته رسیدګي وکړي، د دوی غوښتنې د پاکستان د اساسي قانون په رڼا کې پوره کړي او ژرترژره د هغو کسانو ځورول ودروي چې خپل اساسي بنسټیز حقونه غواړي.

که دا کار ونشي، د پښتون ژغورنې غورځنګ به د سر له اوسه ویشل شوي ولس د تجزیې لپاره یوه پلمه شي او پاکستان ښايي له یوه بل ملي ناورین سره مخ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.