د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو تازه بندیزونه

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو تازه بندیزونه

د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دوو غړو، محس داوړ او علي وزیر د بندیزونو لګېدو تر څنګ، دوی د هغو کسانو په لېست کې هم شامل کړي چې ممنوع الخروج دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړي له دې وروسته نه شي کولای بهر او یا هم د پاکستان کوم بل لوی ښار ته سفر وکړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و، محس داوړ او علي وزیر له کرکې ډکې وینا کوي

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاري منظور پښتون ددې کسانو د ممنوع الخروجۍ په غبرګون کې ویلي، دوی به د دې دوو پښتنو سټو لپاره خپلې مبارزې ته لا پراخوالی ورکړي.

پاکستان کې د پښتنو باور دا دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه دوه غړي په ښکاره د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا ممنوع الخروج شوي دي او له دې لارې غواړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د حق غوښتنې ستوني باندې پښه کېدي.

د پاکستان حکومت دغه اقدام د لر او بر پښتنو له کلک غبرګون سره مخ شوی دی

لیدل کېږي چې پښتون ژغورنې غورځنګ اوس د پاکستان حکومت ته په لوی سرخوږي اوښتی دی او د سترې وېرې احساس ترې کوي

پر دغو دوو پښتنو پر داسې مهال د پاکستان حکومت لخوا بندیزونه لګېږي چې منظور پښتون په دې وروستیو کې د پاکستان لوی ښار کې د وینا په مهال ویلي و، چې لوی احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه د افغان تاریخ ویاړونه دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.