پښتون: که مو پر یو بل غیرت ونه کړ، وژل کېږو به

پښتون: که مو پر یو بل غیرت ونه کړ، وژل کېږو به

 

وروسته له هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې د یو پښتون ماشوم له خولې واورېدل شول چې پاکستاني پوځیان د پښتنو کور ته په زوره ور ننوځي، منظور پښتون په دې اړه نن کراچۍ کې سخت غبرګون ښوولی دی

هغه وویل، پاکستاني پوځیان پښتانه وژني، رټي او ځپي يې؛ خو مونږ لا هم ورته چوپه خوله ناست یو

د منظور په خبره، تر هغه چې پښتانه سره یو نه شي، لا به وژل کېږي او رټل کېږي

هغه ماشوم ویلي و: پوځيان بې تپوسه راننوځي، وايي کټ او بالخت راته سم که” دا خبره د زغملو وړه نه ده

په ټولنيزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې یو تنکی ماشوم حیات خان وايي پاکستاني پوځیانو یې د کور ستر پرده ماته کړې ده، د حیات خان تر مخه پوځیان یې بې اجازته کور ته ورننوځي:

“پوځيان بې تپوسه راشي وايي کټ او بالخت راته سم که”

حیات خان د شمالي وزیرستان د خیسور سيمې د علي خبلو کلي اوسیدونکی دی، دهغه مشر ورور عرفان الله د دوبۍ نه د ټلیفون په لیکه وی او ای ډیوه ته وویل نن یې په کشر ورور حیات پسې کسان ورغلي وو چې بیان پرې بدل کړي.

د حیات د ویډیو خپریدلو ورستو د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور پشتين ويلي دی ددغه ویډیو په لیدلو ېې زړه دردیدلی دی.

هغه په 20 جنورۍ سره د خپلو ملگرو د شمالي وزیرستان خیسور ته ور روان دی. هغه وي او ای ډیوه ته وویل ورځي چې ددغه خبرې تپوس وکړي. هغه وویل اخر د پښتنو د کورونيو بې حرمتي ولې کیږي؟

هغه وویل چې په خیسور کې د پاکستان پوځیان د نورو خلقو کورونو ته هم بې تپوسه ورننوځي او د ستر پردې بې حرمتي کیږي:

“زمونږ دعزت خیال دې وساتي”

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.