د پکتیا ولایت لسګونه اوسېدونکي نن په مرکز ګردېز کې د افغان ځواکونو په ملاتړ واټونو ته راوتلي و.
د پکتیا اوسېدونکي وايي، په هر ډول شرایطو کې به له خپلو امنیتي او د فاعي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د پکتیا ولایت اوسیدونکو د یو لاریون په ترڅ کې وویل، هر هغه څوک چې د امنیتي ځواکونو منحل کیدو غوښتنه کوي مونږ یې په کلکه مخالفت کوو او چا ته د دې اجازه نه ورکوو، چې تیرې ترخې تجربې یو ځل بیا په هیواد کې تکرار شي.
دوی وايي که څه هم سوله اړینه ده خو سولې ته د رسیدو لپاره باید له نورو لارو څخه کار واخیستل شي او د طالبانو اوسنی غوښتنې هیواد د بربادۍ په لور بیايي چې پایله به یې یو ځل بیا په هیواد کې کورنیو جګړو پیل کیدل وي.
پکتیا وال وايي د اوسني نظام او وسلوال پوځ جوړیدل د څو ورځو خبره نه ده چې د ځینو هیوادونو د ګټې لپاره له منځه یوړل شي
Leave a Reply