د پکتیا په مرکز ګردېز کې نن سه شنبه لسګونه کسانو پاکستان ته د تللو افغان سیاستوالو د سفر په غبرګون کې لاریون کړی دی.
لاریون کوونکو ویلي هغه کسان چې پاکستان ته تللي، هېڅ وخت د افغانانو استازیتوب نه شي کولای.
هغوی د ولسمشریزو ټاکنو هغه غوښتنه هم ناقانونه بللې چې د موقت حکومت جوړېدو لپاره یې کړې ده.
د پکتیا اوسېدونکو ویلي، پر ډیورنډ کرښې هېڅوک د بحث حق نه لري او هغو کسانو چې پاکستان کې د ډیورنډ مسله مطرح کړي، ملي خاینین دي.
Leave a Reply