پکتیکا کې ۲۸  روغتیا پالې له دوه کلنۍ زده کړو وروسته فارغې شوې

پکتیکا کې ۲۸  روغتیا پالې له دوه کلنۍ زده کړو وروسته فارغې شوې

محور؛ جمعه، د وږی میاشتې ۸ مه:

پکتیکا کې د مرکز او ولسوالیو په شمول (۲۸) تنه قابله زده کوونکې فارغې او ټولنې ته د خدمت کولو لپاره وړاندې شوې چې د پکتیکا په مختلفو سیمو او ولسوالیو کې به پر دندو وګمارل شي.

د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یادو قابله زده کوونکو (۲) کاله خپلې نظري، عملي او مسلکي زده کړې سرته رسولې چې پرون یې د فراغت سندونه ترلاسه او د خدمت کولو لپاره وړاندې شوې.

د پکتیکا والي ټینګار کړی چې فارغې شوې قابله ګانې باید د خپلو مسولیتونو سربېره د ټولنې د سمون لپاره عامه پوهاوی ښځینه قشر ته ورکړي او ټولنه د روغتیا له اړخه بډا او غني کړي.

د قابله ګي یاد پروګراوم د یونسیف او ادا موسسو لخوا په لاره اچول شوی او په دوو کلونو کې ښځینه زده کوونکې ټولنې ته د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي لپاره په مسلکي ډول وړاندې کوي.

د یادولو وړده چې پدې ولایت کې د ټولنې په کچه د قابله ګي له پروګرام څخه دریمه دوره زده کوونکې دي چې د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.