پېنس: د افغان سرتېرو پر وړتیاوو باور لرو

پېنس: د افغان سرتېرو پر وړتیاوو باور لرو

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس ویلي، له افغانستان د سرتېرو اېستلو په  تړاو تر اوسه ولسمشر ټرمپ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او په دې تړاو غور کوي.

پېنس ویلي، که څه هم ډونالډ ټرمپ تر اوسه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د اېستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې؛ خو په وینا يې چې د افغان سرتېرو پر وړتیاوو باوري شوي یو

تر دې دمخه داسې راپورونه خپاره شول چې، ښايي ټرمپ پنټاګون ته ویلي وي چې له افغانستان څخه ۷۰۰۰ امریکایي سرتېري وکاږي

د ټرمپ دغې پرېکړې په کور دننه او نړیواله کچه بیلا بیل مثبت او منفي غبرګونونه راپورته کړل.

افغان حکومت ویلي و چې د سرتېرو اېستل او پاتې کېدل به ځکه تاثیر ونه کړي چې افغان پوځیان تر یوه بریده پر خپلو پښو درېدلي او کولای شي له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي

Leave a Reply

Your email address will not be published.