ځانمرګي بريد اته تنه ووژل

په خيبر پښتونخوا كې ځانمرګيپه خيبر پښتونخوا كې ځانمرګي بريد اته تنه ووژل او دوولس نور يې ټپيان كړل. دا بريد په چارصده كې د يوې محكمې په انګړ كې شوى دى. په سيمه كې د پوليسو يوه چارواكي وايي دا بريد د (شبقدرتحصيل) د محكمې په انګړ كې شوى دى.

سرچينه وايي په وژل شويو كې دوه پوليس هم شته او ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي. په سيمه كې خلك وايي تر چاودنې وروسته په څو موټرو كې اور ولګيد او په بشپړه توګه وسوځيدل.

چارواكي وايي ځانمرګي بريد ګر هڅه كوله چې محكمې ته ننوزي خو پوليسو يې مخه ونيوله. تراوسه د دغه بريد مسوليت كومې ډلې پرغاړه نه دى اخيستى.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.