ځانګړو ځواکونو ننګرهار کې دوه نامسووله وسله وال نیولي دي

ځانګړو ځواکونو ننګرهار کې دوه نامسووله وسله وال نیولي دي

افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې دوه غیر مسووله وسله وال نیولي دي

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي محور ته وویل، یاد عملیات د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ترسره شوي دي چې له  امله یې  دغه دوه کسان له زیات شمېر سپکو او درنو وسلو سره نیول شوي دي.

 

ښاغلي رحیمي د نیول شویو کسانو نومونه نظام الدین او وزیر الدین یاد کړل.

 

د رحیمي په خبره، نیول شویو کسانو په زیاتو قتلونو، غلاوو او سړي تښتوونکو پېښو کې لاس درلود.

 

افغان ځانګړو ځواکونو په دې وروستیو کې د نامسووله وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې دغه کار يې د هېواد په کچه له تود هرکلي سره مخ دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.