ځمكنى ترانسپورت پنځوس كاله مخكې سيستم كاروي

جارالله منصوريد افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي په تيرو څوارلسو كلونو كې د ځمكني ترانسپورت د معياري كولو له پاره هيڅ نه دي شوي. د ترانسپورت او هوايي چند وزارت مرستيال جارالله منصوري وايي چې په دې برخه كې بايد ډير كار وشي ترڅو داستونزه حل شي.

هغه چې د ځمكني ترانسپورت د نوي رييس د معرفي كولو په غونډه كې يې ګډون كړى و ويلي چې د ځمکني ترانسپورت اداره اوس هم د سردارمحمد داود خان د وخت د سیستم په اساس کارونه پرمخ وړي.

هغه وايي د ځمکني ترانسپورت د معیاري کولو لپاره یو لړ پلانونه په پام كې لري. د ترانسپورت وزارت وايي په پام کې لري په کابل کې دهرولایت مسافرو ته ځانګړي ترمينلونه جوړ كړي، څود ترانسپورت په برخه کې شته ستونزې کمې شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.