د ملي وحدت سیارې ولسوالۍ

د میدان وردګو ولایت چارواکي هڅه کوي ددغه ولایت د یوې ناامنه ولسوالۍ مقر له پخوانۍ او دایمي سیمې یو بل ځای ته انتقال کړي. ددوی ددغه تغیر دلیل د خلکو غوښتنه په ګوته کوي اما په حقیقت کې دا ولسوالي د نه کنټرول له وجې له اصلي موقعیت څخه د یوې بلې ولسوالۍ اړوند سیمې ته لیږل کیږي.

د میدان وردګو ولایت د دایمیردادو ولسوالي له تیرو شپږو کلونو ناامنه ده خو په وروستیو دریو کلونو کې له فعالیت لوېدلې ده. ددې ولسوالۍ برحال ولسوال محمد ګل له دوه نیمو کلونو راهیسې په کابل کې اوسیږي، د تذکرو مامورین یې میدان ښار کې دي، محکمه او څارنوالي یې په میدان ښار کې دي او سیمه په مکلمل ډول د طالبانو په ولکه کې ده.

د سیمې اوسیدونکي او څو کابل او میدان ښار میشتي چارواکي هڅه کوي چې د ولسوالۍ مقر د بهسودو ولسوالۍ په څنډه پراته کلي تیزکو ته یوسي. پخواني والي حیات الله حیات هم په دې هکله له خلکو سره خبرې کړې وې، خو اوسنی والي ځونډي ګل زماني په دې برخه کې عملي اقدام ته هڅيدلی دی. تیزک له ولسوالۍ وتلې یوه لرې پرته سیمه ده او اوسنی مقر چې په ډیره اسانۍ امن کیدای شي ددولت د پلان او پروګرام د نشتوالي له وجې شډل شوی دی.

یو تعداد کسان له سیمې څخه د مخورو په نوم په دستوري ډول راغوښتل کیږي او په دې ولسوالۍ معامله روانه ده. که ولسوالۍ تیزکو ته انتقال شي، نو ولایت به وکولای شي یوازې د ولسوالۍ مقر امن وساتي اما له څو کلونو راهیسې چې د ولسوالۍ مقر او خواوشا پراته کلي ناامنه دي دولت هیڅ اقدام ونکړ.

ځايي اوسیدونکي وايي، حل لاره دا نده چې له ناامنو سیمو څخه دولتي تاسیسات او ادارې امن سیمو ته انتقال کړو، اصلي حل لاره داده چې امنیتي ځواکونه هلته عملیات وکړي او د خلکو ژوند امن کړي. دوی وايي، د سیمې خلک تذکرې، وسیقې، محکمې، او…….. ته ضرورت لري، وګړي او کلي ټول د اوسنۍ ولسوالۍ په محوریت کې پراته دي، او ولسوالي داسې یوې سیمې ته انتقالیږي، چې یوازې نوم به یې د ولسوالۍ وي هیڅوک هلته رسیدګي نشي کولای او ولایتي اداره به دا مرکزي دولت ته د خپل کریډیټ په توګه وړاندې کړي، چې دایمیرداد ولسوالي هم له دولت سره ده.

په دې سیمه کې د طالبانو منظم د ولسوالۍ تشکیلات دي او خلک تر دولت اوس په دوی ډیر باور کوي. که ولسوالي له سیمې و ایستل شوه، خلک به د طالبانو حکومت د مشروعیت او ضرورت په توګه وپیژني او همدا طالب ته د نفوذ زمینه برابرول دي.
د میدان وردګو په والي ځونډي ګل زماني تور دی، چې مدیریتي مهارت او سیاسي درایت نلري، او ټولې کړنې یې داسې دي چې لس کلن زیانونه رامینخ ته کوي. دی د دې ولسوالۍ په انتقالولو کې جدي نقش لوبوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.