ځینې سیاسي-مذهبي سخت دريځي غواړي غني‌ ددین په توره ووهي

اشرف غنيهماغه د غازي امان الله خان د وخت سیاسي تجربې دیني رنګ اخلي او اوسنی ولسمشر د کمپاین له پیله په دې لالچ کې ښکېل دی. د ولسمشر غني د سیاسي مزل شروع د جهادي مشرانو په ټکر راپیل شوه. د افغانستان جهادي مشران او د منځنۍ کچې قوماندانان یې اکثره یا دیني زده کړې لري او یا د دیندارۍ ممثلین دي. په دواړو حالاتونو کې دين په افغانستان کې د جهادي مشرانو د جایداد په حیث په سیاسي میدان کې کارېدلی دی.

هرې ټاکنې د سیاسي لوبغاړو یوه کمزوري برجسته کوي او د سیالۍ په میدان کې یې د هغوی پرضد کاروي. د ولسمشر غني لپاره ډېرې مسلې وې چې دی یې د یو سیکولر په توګه په ټولنه کې معرفي کاوه، که څه هم په ځوان قشر کې ډېر خلک د فکر له لحاظه په هغه راتاو شول، خو د مقابل لوري غبرګونونه یې هم کم نه وو.

ولسمشر د همدې مجبورۍ د کم رنګه کولو لپاره ډېر جهادي مشران د امتیازاتو په تضمین په ځان راټول کړل. د غني ملاتړي‌ مجاهدين د غني‌ د دفاع لپاره نه هغسې وجنګېدل او نه هغسې بانفوذه وو چې اټکل کېده. دویمه لویه ستونزه داوه چې ولسمشر د انتخاباتو له پیله یو د کټر دیندار په حیث تمثیل پیل کړ. ده به په هره غونډه کې له ضرورت پرته په دیني مسایلو ترکیذ کاوه، هره غونډه کې د غني‌ د انتخاباتو کمپایني‌وینا په دې ادعا شروع کېده چې ما په پاکستان کې شپږ میاشتې ديني زده کړې او څېړنې کړې دي. د ارواپوهنې متخصصین وايي، (ته به هغه څه ته ډېر په جدي سترګه ګورې چې ځان کې یې کمی وينې. )

د ښاغلي غني په کمپاینونو کې په دې مسلې ټینګار دومره نزاکتي او تمثیلي‌ شو، چې اخر هرڅوک پوهېدل چې نوموړی په ځان کې د څه کمی ويني، خو حقیقت داسې نه و، حقیقت داو، چې غني له مذهبي سیالانو سره په سیاسي میدان کې ولاړ و او ددوی پروړاندې یې دا خپله ترټولو لویه کمزوري ګڼله چې یو ديني عالم یا ملا ندی. د ده شناخت د ټولنې له وګړو غلط و. ده فکر کاوه چې خلک به په همدې سبب ده ته په رایو کې لاس نیولي شي خو اصلاً‌ خلک له ملایانو ماړه وو او دده د برنامې ملاتړ ته یې تنده لرله.

د غني ډېر سیاسي حریفان د استاد سیاف په شمول چې له ده سره یې د یو ځای کیدو علاقه هم لرله خو د نه امکان په صورت کې یې د ده پرضد یوه جدي دیني وسله وکاروله. د غني لویه ستونزه داده چې له دین سره غیر طبیعي برخورد کوي. هغه کولای شي، یو عادي ولسي وګړي غوندې و اوسېږي چې یو دیندار دی اما یو دیني عالم ندی. دا د سیاسي‌ مشرۍ لپاره د معیارونو کمی ندی، کمی دادی چې په یو څه نه پوهېږې او په ناپوهۍ کې د پوهې مدعي‌ و اوسېږې.

د ولسمشر غني‌ یو سیال داکتر عبدالله عبدالله په دیني‌مسایلو کې تر غني په مراتبو کم پوهېږي اما له دې کبله چې هغه له دیني مسایلو سره عادي چلند لري هیڅکله هم د دیندارانو ترګواښ لاندې ندی راغلی. د ده ډېرې ویناوې ما اورېدلې چې ایتونه یې غلط تلفظ کړي‌ دي اما خلکو ځانونه ناګاره کړي‌ دي. ځکه هغه یو مجاهد دی مهمه نده که په دیني مسایلو پوهېږي یا نه.

ځینې خلک په دې نظر دي چې د یو سیاسي رهبر په توګه له دیني مسایلو سره د پخواني ولسمشر کرزي‌ تماس طبیعي‌و، هغه به د ورځې لمونځونه د ارګ په جومات کې کول خو له سټیجه یې په دیندارۍ خبرې نه کولې. هغه هره لویه غونډه په عادي لهجه خدای مو راوله پیلوله.

اما برعکس ولسمشر غني هڅه کوي هرچېرته د عالمانه سرمایې د لرلو فخر فروشي وکړي. له همدې کبله یې د کابل په یوه حسینیه کې لفظي تیروتنه وکړه . دا داسې وطن او له شعوري لحاظه داسې خلک ندي، چې په اسانه بښل کولای شي، خدای به دې وبښي خو دوی به دې د امیر امان الله خان غوندې د بې دینۍ په تور له ملکه پسې واخلي، حتی ویره ده چې نظام به هم درپسې ړنګ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.