څلور اړخيزه ناسته به سبا پيل شي

څلور اړخيزه غونډهکابل به سبا د افغانستان، امریکا، پاکستان او چین د استازو تر منځ د افغانستان د سولې د خبرو په هکله د څلورمې غونډې کوربه وي. افغان حکومت وايي د افغان حکومت له ادرس څخه به د پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ د سولې عالي شورا له وسلوالو طالبانو سره خبرې کوي.

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ  کابل د سولې د څرنګوالي او سولې ته د رسیدو د لارو د روښانه کولو څلورمه غونډه پیل شي. په دغه غونډه کې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ګډون کوي. افغان حکومت تمه لري چې دا ځل به په دې غونډه کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو نیټه او ځای مشخص شي.

اجرايي رياست وايي په دې برخه كې پرمختګونه شوي دي، هغه وايي: «تر اوسه موږپه دي برخه کې ښه پرمختګونه لرو طالبان هم چمتوالي ښودلى او په تیرو ۱۴ کلونو کې لومړى ځل دى چې طالبان له حکومت سره د سولي د خبرو لپاره چمتو شوي خو افغان حکومت په دي لټه کې ده چې له دي غوندی  د پایلو څخه مطمنین شي

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تر دي ورسته به د څلور اړخیزي غونډې د همغږي ډلې په ملاتړ د سولي د عالي شورا له طالبانو سره د سولي خبری اتري پرمخ بیایی.

خو د سولي د عالي شورا هم پردي ټینګار کوي چې د سولي خبری د سولي د عالی شورا لخوا پر مخ ولاړشي.

ويل كيږي چې د څلور اړخيزې ناستې په درشل كې د پاکستان لوى درستیز راحیل شریف د افغانستان د سولي د خبرو  په موخه  قطر ته تللى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.