څلوراړخيزه هم لكه چي درې اړخيزه شوه

افغانستان امريكا چين او پاكستاند افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ  د څلور اړخيزې ناستې په دوهم پړاو كې پريكړه وشوه چې د دغه بهير درېيمه ناسته به د سلوالې په ۱۷مه په اسلام آباد كې جوړه شي.

په كابل كې د څلور اړخيزې ناستې د دوهم پړاو اعلاميه وايي د افغانستان د سولې د خبرو د پیل لپاره د یوې نقشې به جوړولو کې پر مختګ شوی دی، خو د دغه پرمختګ د جزياتو په اړه وضاحت نه دى وركړل شوى.

په اعلامیه کې ویل شوي دي، د لارې د نقشې موخه، د هغو كړنو ټاكل دي  چې وکولای شي د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو د پیل لپاره شرایط برابر کړي. كه څه هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مخكې ويلي وو چې په دې اړه به په دوهمه ناسته كې پريكړه كيږي، خو داسې ښكاري چې لا هم د افغانستان او پاكستان ترمنځ اختلافونه پرځاى پاتې دي.

د افغان حكومت چارواكي دا هم ويلي وو چې پاكستان به د هغو طالبانو نوملړ افغان حكومت ته سپاري چې سوله كوي او هغه كسان به هم ښودل كيږي چې سولې ته غاړه نه ږدي، خو اوس په اعلاميه كې په دې اړه هيڅ نه دي ويل شوي.

په دې ګډه اعلامیه کې د څلور واړو هېوادونو استازو له وسله والو طالبانو غوښتي چې له افغان حكومت سره دې د سولې خبرې پیل او له حکومت سره دې خپل اختلاف له سیاسي لارو هوار کړي.

څلور اړخیزه ناستهپه دې څلور اړخیزه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عزیز احمد چوهدري، د امریکا په استازیتوب په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مکنلي او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ ژیون برخه اخیستې وه.

پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له افغان طالبانو یو وار بیا وغوښتل چې حکومت سره دې د سولې خبرو اترو ته کیني. اسوشيتيد پرس د افغان چارواكو له قوله ويلي چې تمه ده دوې نورې مقدماتي غونډې هم په همدې ډول جوړې شي چې د يو لړ اختلافاتو د حل په اړه خبرې وشي.

داسې ښكاري چې پاكستان د طالبانو په نيابت په دې ناسته كې ګډون كوي، نو ځكه طالبانو تراوسه د دغه ناستې په اړه هيڅ غبرګون نه دى ښودلى.

كه څه هم تمه وه چې په دې ناستو كې له طالبانو سره د سولې په اړه جدي پرمختګونه ترسترګو شي، خو داسې ښكاري چې دا ناسته هم د درې اړخيزو ناستو په شان كومه پايله نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.