څلور الوتكې افغان ځواكونو ته وسپارل شوې

امریکايي ځواکونو د ننګرهار په هوايي ډګر کې څلور جنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته وسپارلې. د افغان د ملي دفاع وزارت چارواكي وايي په دې كې دوې چورلكې اودوه جيټ ته ورته الوتكې شاملې دي چې د امريكا متحده ايالاتو له خوا دوى ته وسپارل شوې.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان محمدزمان وزيري وايي د عملياتو پرمهال هوايي ځواک ته ډيره اړتیا لیدل کیږي او دغه الوتکې چې اوس دوى ته ورکړل شوې ډيرې ګټورې دي.

د افغانستان د هوايي ځواكونو مسولين وايي افغان هوايي ځواك اوس له سلو ډيرې جنګي او ترانسپورتي الوتكې لري. دا چارواكي وايي له افغان ځواکونو سره د امریکا د مرستو په دوام به په روانه میاشت کې څلور نورې الوتکې هم دوی ته وركړل شي او تر ۲۰۱۷ کال پورې به ټولې شل جنګي الوتکې د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.