څلور اړخيزه ناسته سبا جوړيږي

څلور هېوادونهپه اسلام آباد کې د افغانستان د  سولي په اړه، د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا  متحده ايالاتو څلور اړخیزه ناسته سبا جوړيږي. په دې ناسته کې د څلورو هیوادونو استازي  په افغانستان کې د سولي رسمي خبرو اترو لپاره پر یو لړ موضوعاتو خبري كوي.

د پاكستان دولتي سرچينو ويلي چې په دې ناسته كې به د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حكمت خليل كرزى د افغانستان او محمود چودري د پاكستان د حكومت استازيتوب كوي. دا ښاغلي به  د سولې د خبرو د بل پړاو د ترسره كيدو د ځاى، د طالبانو د استازو او يو لړ نورو مسايلو په اړه خبري او بحث وكړي.

د افغان حكومت او طالبانو تر مینځ د خبرو په پیل هغه مهال هوکړه وشوه چې د پاکستان لوی درستیز راحيل شريف څه موده وړاندې کابل ته راغى او له افغان چارواکو سره یي وکتل. له دې وړاندې د سولي خبرو لومړى پړاو د تیر میلادي کال د جولای په میاشت کې تر سره شو په پام كې وه دا خبري دوام وكړي خو د ملا عمر د مړينې افشا كيدو دا بهير ټكنى كړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.