څلور اړخيزه ناسته پیل شوه

صلاح الدين ربانيد افغانستان، پاكستان، امريكا او چين څلور اړخيزه ناسته په كابل كې د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني په وينا پيل شوه. د بهرنیو چارو وزارت وايي څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان د سولې په تګلاره او نقشه خبرې كيږي.

د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله وايي په دې غونډه كې د افغانستان او پاكستان د بهرنيو چارو وزارتونو مرستيالان او د چين او امريكا استازو ګډون كړى دى.

د افغانستان د  بهرنیو چارو وزارت مسولین وايي د کابل په څلور اړخیزه غونډه کې په هغو ستونزو خبرې كيږي او د حل لاره به یې ولټوي چې د سولې هڅې یې له ګواښونونو سره مخامخ کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي  په دې غونډه کې د سولې د خبرو د پیلولولو لپاره عملي کړنلارې غوره شي او هغه وسله وال چې سولې ته نه حاضریږي، په وړاندې به د ګامونو د پورته کولو پر سر هوکړه وشي.

احمد شکيب مستغنيد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شكيب مستغني وايي د څلور اړخيزې ناستې له لومړۍ ناستې ژمنه هم داوه چې دوهمه ناسته په كابل كې جوړه شي. هغه وايي هيله لري چې د سولې خبرو له پاره روښانه تګلاره وټاكل شي.

د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې دوی د څلور اړخیزې غونډې لپاره جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.  په داسې حال كې چې تيره شپه په كابل كې د ايتاليا په سفارت يو توغندى ونښت او اوريې واخيست. د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي امنيتي تدابير نيول شوي دي.

 

هيلې :

كه څه هم دغه څلور اړخيزې ناستې ته د خلكو هيلې شته، د افغانستان ملي شورا هم دغه ناستې ته اميدواره ده د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلميار ټينګار کوي چې باید په دغه غونډه کې د پرمختګونو د ساتنې ډاډ تر لاسه شي.  هغه وايي په ناسته كې بايد د خلكو غوښتنو او لاس ته لاوړنو ته پاملرنه وشي. خو د طالبانو د وخت يو دپلومات عبدالسلام ضعيف وايي چې دا ډول ناستې بې پايلې او يا هم ښايي ناوړه پايله ولري.

ملا ضعيفهغه وايي: (امریکااوپاکستان څخه د سولي تمه کول هغه څه دي چې په ۱۹۸۸ کې په جنیواکې موږد هغه تریخ خوندڅکلی دی په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې په جنیواکې هم څلور اړخیزي خبري وسوي چې دري همدا اوسني لوبغاړي پکښي و یوازي د روس په ځای چین پکښي راټیل وهل سوی دی خونتیجه یي د  هیوادبربادي اودخلکو دبي ساری قربانی ضائع کول وه.)

هغه وايي پاكستان په هغه وخت كې هم د مجاهدينو په نيابت ځان مطرح كړ اوس د طالبانو په نيابت خبره كوي هغه څه چې دوى ته وركړل شوى نه بلكې په فريب او چالاكى يې اخيستى دى ترڅو د يوې تلپاتې سولې هڅې ناكامې شي.

نوموړى وايي: (داسمه خبره ده چې له پاکستان سره  په ډیپلوماټیکه توګه پرمختګ وسي دهغوی تشویشونه اوحساسیتونه دې په نظرکي ونیول سي، د هغوی دحقوقو درناوی اومتقابل احترام وسي خودافغانستا ن اویاهم دطالبانوپه سرنوشت دهغوی سره معامله کول ډیره خطرناکه اوډیر مبهم انجام په وړاندې لري، یوازي دانه چې په دائمي توګه به سوله رانه شي بلکې ترهغه به هم ورانونکي پایلي ولري، له دې خطرناکي دسيسي څخه زماویره داده چې د کابل اداره به پاکستان ته د طالبانو دځپلولپاره هغه امتیازات ورکړي چې پاکستان یي له ډیره وخته په تمه دی خودابه هیڅ وخت ددې ماناونلري چې سوله به راسي.)

په پاكستان كې د طالبانو پخوانى سفير وايي: (سوله په زور اوسازش سره نه راځي سوله اخلاص اوقرباني اوپه واقعیتونو ولاړه ستراتيژي غواړي.)

 

لومړى پړاو :

غونډهد څلور اړخيزې لومړۍ ناسته د مرغومي په دوه ويشتمه نيټه په اسلام آباد كې جوړه شوه وه. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حكمت خليل كرزي چې په دې ناسته كې يې ګډون كړى و كابل ته تر راستنيدو وروسته وويل ټولو غاړو پرېکړه وکړه چې وسله وال طالبان به د سولې خبرو ته کېنوي.

هغه وویل کوم طالبان چې خبرو ته نه کیني، د ځپلو لپاره به یې له ټولو شته امکاناتو کار واخلي. د اسلام اباد د غونډې بنسټیز ټکي دا وو، چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره یوه لار او نقشه جوړه کړي. په پام کې ده چې دا نقشه د افغان، پاکستاني، امریکايي او چینايي چارواکو په بله غونډه کې چې په کابل کې کېدونکې ده، عملي  بڼه غوره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.