څلور اړخیزه غونډه پیل شوه

صلاح الدین ربانيد افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین څلور اړخیزه ناسته په کابل کې پیل شوه. دا ناسته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني له خوا پرانیستل شوه.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره یوځای شي. نوموړي وویل دوی په هیواد کې د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن دي او هغه کسان به د افغان ځواکونو له سخت چلند سره مخ شي چې د سولې پیغام رد کړي.

به دغه ناسته کې د افغانستان، امریکا، پاکستان او چین د استازو تر منځ د افغانستان د سولې په اړه خبرې کیږي. افغان حکومت تمه لري چې دا ځل به په دې غونډه کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو نیټه او ځای مشخص شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.