د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې په وروستيونښتواوهوايی بريدونوکې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.په سنګين كې د ۲۱۵ ميوند قول اردود دوهمې لوا قوماندان جنرال عبدالودود نجرابي وايي چې په سنګين كې ولسوالې كې د وسله والو پرضد له پرون راهيسي په عملياتو كې شپيته وسله وال وژل شوي او څلويښت نور ټپيان دي . هغه وايي په دې عملياتو كې له هوايي ځواكونو هم كار اخيستل شوى دى. نجرابي وايي وسله وال د ولسوالې له بازار هم ويستل شوي دي.
د نوموړي په وينا چې د پنجشنبه په شپه دری ځله کوماندوځواکونوهم چاپې وهلې اودوی ته هم په بشپړه توګه مهمات اوخوراکي توکي رسول شوي دي،هغه د ځینورسنيوخبرونه چې ګواکې سنګين ولسوالي وسله والوطالبانونيولې په کلکه رد کړل اود مخالفينوتبليغات وبلل.
Leave a Reply