چارواكي وايي د طالبانو خپلمنځي جګړه څاري

ملا عبدالمنان نیازید افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په هرات كې د وسله والو طالبانو خپل منځي جګړه له نيژدې څاري. د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې له درېیو ورځو راهیسې د طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. د ملامحمد رسول د ډلې ویاند وايي د ملا منصور پلویان یې له یو شمېرسیمو شاته كړي او دا جګړه اوس د شینډنډ ولسوالۍ په چهارقلعه او بخت اباد سیمو کې روانه ده.

د افغانستان د ملي دفاع د وزارت مرستیال ویاند برید جنرال محمد رادمنش هم د دې جګړې پخلى كوي او وايي كه په جګړه كې ملكي خلكو ته د زيان شونتياوي نو دوى به مداخله وكړي. هغه وايي تراوسه دولتي ځواكونه په دې جګړه كې ښكيل نه دي د حكومتي سرچينو د مالوماتو له مخې په دې جګړه كې تر  ۸۰  پورې وسله وال وژل شوي دي.

د هرات شینډنډد ملا رسول د ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي هم ويلي چې د دوى د مالوماتو له مخې په دې جګړه كې د منصور ډلې تر پنځوس ډير كسان وژل شوي او د ملامحمد رسول د ډلې هم تر پنځه ويشتو پورې كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې جګړې په اړه تراوسه د ملااختر محمد منصور ډلې څه نه دي ويلي.  دا جګړه په داسې حال كې زور اخلي چې ملا اختر محمد منصور ګواښ كړى چې هيڅ طالب د سولې په خبرو كې د ګډون حق نه لري، هغه كارچې ويل كيږي نورو طالب مشرانو په دې بهير كې د ګډون چمتو والى ښودلى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.