د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو منلې چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د تېرې شپې په هوايي برید کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، برید کې شپږ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په خبره، د ملکیانو سربېره، همدې سیمه کې د هوايي برید پر مهال لس طالبان وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې د هوايي بریدونو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې چې خلک یې له امنیتي ځواکونو د مخنیوي غوښتنه کوي.
Leave a Reply