چاودنې څلور تنه ووژل

هلمندپه هلمند كې د ماين په چاودنه كې څلور تنه وژل شوي دي. د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتوآمردوهم څارن شاه محمود آشنا وايي دا  چاودنه  نن  غرمه د لښکرګاه په بولان سيمه کې د پوليسوپه رنجر شوې ده چې په پآيله کې يې دوه پوليس اويوملکي وګړی وژل شوي دي، هغه وايي دا پوليس په ګزمه بوخت وو  چې له پيښې سره مخ شوي دي، په ورته وخت کې د هلمند د والي وياند  وايي چې په دې چاودنه کې څلورتنه وژل شوي دي.

تر اوسه ددې چاودنې مسوليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.