چاینا ډېلي: تل پاتې سولې ته رسېدو لپاره اوربند اړین دی

چاینا ډېلي: تل پاتې سولې ته رسېدو لپاره اوربند اړین دی

محور؛ جمعه، د اسید څلورمه: د چین “چاینا ډېلې” ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې پایدارې سولې ته د رسېدو په پار ‘اوربند’ اړین دی.

مطلب کاږي چې په افغانستان کې د سولې لپاره نړیوال هڅې نتیجه ورکوي. خو پدې اړوند د پاکستان او چین پر نقش هم باید سترګې پټې نشي.

مطلب بیانوي چې چین د طالبانو-امریکا په خبرو، بین الافغاني ډیالوګ او په افغانستان د ترهګرۍ ضد جګړې اړوند مرسته کړې ده، او له هر ډول افغان سولې نوښت څخه يې ملاتړ کړی دی.

د مطلب په وینا، سوله پر ښځو او د هغوی په تعلیم او کار هم ستر اغېز لري ځکه اوس په افغانستان کې له ۶۸۰۰۰ ډېرې ښځې معلمانې دي چې ۸۰۰ تنه يې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې پروفیسورانې دې. له ۶۰۰۰ ډېرې ښځې د قاضیانو، څارنوالو، مدافع وکیلانو، پولسو او پوځي منسوبینو په توګه خدمت کوي. په هېواد کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ ښځې ډاکټرانې، نرسانې او د روغتیا په برخه کې کار کوي. شاوخوا ۱۱۵۰ تنه ښځې کاروباریانې او تجارانې هم لرو.

مطلب وايي، تر هر څه ورهاخوا، د یوې پایدارې سولې لاره له داسې اوربنده تېرېږي چې ټولې ښکېلې خواووې یې ومني او ژمنې ورته پاتې ش

Leave a Reply

Your email address will not be published.