د جمهور رییس ویاند هارون چخانسوري ویلي، د اساسي قانو د تفسیر مرجع ستره محکمه ده، احزاب او افراد نه شي کولای په خپل زړه او خوښه قانون تفسیر کړي.
چخانسوري پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: د موقت حکومت تر نوم لاندې هر جوړښت د اساسي قانون او اسلامي جمهوري نظام پر خلاف کار دی او د سیاسي احزابو او نوماندانو لخوا وړاندې شوي میکانیزمونه هېڅ قانوني بنسټ نه لري.
د هغه په خبره، هر څوک د مدني حرکت حق لري، خو هغه حرکت چې د نافذه قوانینو په رڼا کې وي.
وړمه ورځ د ولسمشریزو نوماندانو یوې شورا ویلي و، د ولسمشر کاري موده پای ته رسېږي او باید موقت یا سرپرست حکومت جوړ شي.
د نوماندانو دغه کار له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
Leave a Reply