چخانسوري: د حبیب احمدزي ټولې ادعاوې دروغ دي

چخانسوري: د حبیب احمدزي ټولې ادعاوې دروغ دي

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوي وايي د حبیب احمدزي لخوا لګول شوی تور به په جدي توګه وڅېړل شي او د څېړنې پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.

چخانسوري ټینګار کوي چې د ښاغلي احمدزي انګېزه شخصي، د څوکۍ او موقف په هکله ده.

 

د نوموړي په وینا، د ولسي جرګې په ټاکنو کې تر ناکامۍ وروسته یې د سلاکارۍ دندې غوښتنه وکړه خو د مقررۍ وړاندیز یې رد شو او له همدې امله یې د شخصي غرضونو په موخه هر ډول بې بنسټه خبرو ته مخه کړې، غواړي چې په دې سره د افغانستان د خلکو په ذهن کې اندېښنې راولاړې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.