کندهار کې د پوځ د یوې چورلکې بېړنۍ ناسته

تېره شپه لس بجې د کندهار هوايي ډګر خوا کې د ملي اردو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده

مسوولین وايي، چورلکه د تمرین په خاطر له هوايي ډګر پورته شوې وه، چې د تخنیکي ستونزو له امله یې بېرته بېړنۍ ناسته کړې ده؛ خو چاته په کې زیان نه دی اوښتی دی

په دې وروستیو کې د ملي اردو د طیارو د سقوط او بېړنیو ناستو شمېر لوړ شوی، چې د افغانانو اندېښنې یې راپورته کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.