چين كې د افغانستان مېوه ولې قرنطين شوې

همایون رساد افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت  چې د حكومتي چوكيو په ويش كې محمد محقق ته رسيدلې يو داسې وزير ګومارل شوى چې له چكر پرته يې نور هيڅ د كار پايله نه ده روښانه.

په داسې حال كې چې د سوداګرۍ وزير همایون رسا هند ته د افغانستان د فوتبال د ملي لوبډلې د لوبې كتلو ته تشريف وړى وو ايران ته د افغانستان تلونكى پلاوى يې څو ساعته انتظار ويوست چې دا ښاغلى له يوه چكر راورسيږي او په رسمي سفر لاړشي.

خان جان الكوزىد افغانستان د سوداګرې او صنايعو خونه وايي چې د سوداګرۍ وزير د بې كفايتۍ له امله سوداګر په ډيرو برخو كې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الكوزى وايي د وزرات د بې كفايتۍ له امله له يوې مياشتې را په ديخوا د افغان سوداګرو جلغوزي په چين كې قرنطين شوي او لامل يې دادى چې دغه وزارت د خوراكي توكو هغه فورمې سوداګرو ته نه دي وركړې چې د خوراكي توكو د روغتيايي ستندرد په اړه سوداګرو ته وركول كيږي.

هغه وايي څو ځلې يې د سوداګرۍ وزارت ته په دې اړه مكتوبونو ليږلي، خو هيڅ ځواب يې نه دى ترلاسه كړى. هغه وايي وزارت خپل مسوليت نه شي ادا كولاى.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت  وايي چې د افغانستان جلغوزې په غیر قانوني ډول چین ته صادر شوي او د دې ستونزې د هواري لپاره یې د خوراکي توکو د روغتيايي سټنډرډ فورمې چمتو کړي او دا ستونزه به ژر حل شي.

د سوداګرۍ وزارت وياند مسافر قوقندي وايي:

(له چین څخه د جواز فورمې مونږ تر لاسه کړې او کوم سوداګر چې غواړي صادرات وکړي مخکې له هغه باید دا فورمې تر لاسه   او د جلغوزې د قرنطین کیدو لامل هم د جلغوزې غیر قانوني صادرول دي.)

دا چې د سوداګرۍ وزارت تر دې وړاندې ولې دا فورمې د سوداګرو له پاره نه دي چمتو كړې هغه پوښتنه ده چې د سوداګرې وزارت يې په اړه څه نه وايي.

سوداګر وايي چې د ملي يووالي د حكومت په راتلو سره د سوداګرو ستونزې ډېرې شوې، نه يوازې جلغوزي په چين كې قرنطين شوي، بلكې سږ كال هيڅ تازه ميوه بهر ته نه ده صادره شوې په داسې حال كې چې په مخكې كلونو كې به مڼې، انګور او نورې تازه ميوې هند او نورو هيوادونو ته صادريدې، خو سږكال ټولې پرځاى پرتې وې.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.