چين له افغانستان سره د ۷۲ ميليونو ډالرو مرسته کوي

چين په افغانستان کې له ودانيزو پروژو سره ۷۲ ميليونه ډالره بلاعوضه مرسته کوي.
د مالیي وزارت له لوري رسنیو ته په ليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دې مرستو تړون نن په کابل کې د ماليي وزير اکليل حکيمي او د افغانستان لپاره د چين سفير يوجينګ تر مينځ لاسليک شو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پیسې به په افغانستان کې د کور جوړولو، دولتي ادارو په کمپلکسونو او د افغانستان لومړيتوبونو ته په کتو په ځينو نورو برخو کې ولګول شي.
د ماليې وزير اکليل حکيمي د چين له مرستو مننه کړې او د دواړو هېوادونو پر اوږدمهالې ملګرتيا په ټينګار سره يې ويلي، چې په افغانستان کې شته فرصتونه به د دواړو هېوادونو تر مينځ اړيکې لا ژورې کړي. سرچينې دغه راز زياته کړې، چې د چين سفير يوجينګ له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې چين به له افغانستان سره په اغېزناکه بڼه د دې مرستو په لګولو کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې چین له افغانستان سره د فزیکي او ټولنیز خوندیتوب، پوهنې، زیربناو، کور جوړونې او ځینو نورو برخو کې له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.