چين له افغانستان سره نوې لېوالتیا پیدا کړې ده.

چين له افغانستان سره نوې لېوالتیا پیدا کړې ده.د چین د جمهورریس مرستیال لی یوان چو کابل ته راغلی او له افغان دولت سره یې دمرستې درې مهم قراردادونه لاسلیک کړي دي. په دغو قراردادونو کې د لس زره بابه اپارتمانونو جوړول، د تحصیلي بورسونو ورکړه او د کابل په امنیتي دروازو کې د سکن ماشینونو لګول شامل دي.

د چین مرستیال ولسمشر ویلي، دغه لس زره اپارتمانونه د نظامي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته جوړوي. دغه راز چیني پلاوي د افغانستان د پوهنې وزارت د تخنیکي مسلکي زده کړو انستیتوتونو سره د چین د تخنیکي زده کړو انستیتوتونو د همکارۍ د پیل خبره کړې. چین چې تېر کال له افغانستان سره ددرې زره تحصیلي بورسونو ژمنه کړې وه اوس به هرکال په دې تعدا ۵۰ نور تحصیلي بورسونه وراضافه کیږي.

چین دغه راز وايي، د کابل د ورودي دروازو د امنیت د خوندیتوب لپاره سکن ماشینونه ورکوي، چې دا د افغان دولت ځانګړې غوښتنه نه وه. چين په وروستیو کې له افغانستان سره د اړیکو د بهبود لپاره نوي ګامونه اخستي دي. په دې ترڅ کې ترټولو لومړنی ګام د سولې له پروسې څخه ملاتړ مسله وه.

پخواني ولسمشر او بیا اوسني دولت له چین څخه غوښتي چې پرپاکستان فشار راوړي چې طالبان سولې ته راولي. چین د پاکستان پخوانی او نږدې دوست حسابیږي او افغان دولت ګڼي چې پرپاکستان د چین فشارونه کولای شي هغه هیواد د خپلې دوستۍ د بقا لپاره له طالبانو لاس اخستو ته مجبورشي.

په سیمه کې د چین د دلچسپیو د زیاتیدو یو لامل په افغانستان او پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو زیاتېدا او دداعش په نوم د ترهګرو د نوې ډلې رامنځ ته کېدل ګڼل کېږي، چې منځنۍ اسیا او د سیمې مقتدر هېوادونه فکر کوي، چې دداعش د پروژې په رامنځ ته کولو او پراختیا کې د امریکا او لودیځ متحدینو یې لاس دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.