چين له طالبانو سره د افغان دولت د خبرو د بیا پیلیدو هڅې پیل کړې

دینګ شي جند افغانستان لپاره د چین خاص استازی دینګ شي جن پاکستان ته رسېدلی او له هغه هیواد ملکي او نظامي چارواکو سره یې د افغانستان د امنیتي وضعیت د بهبود او د سولې د خبرو اترو د بیا پیلیدو په تړاو خبرې کړې دي. جن لومړی د پاکستان د صدراعظم له مشاور طارق فاطمي سره په اسلام اباد کې لیدلي او د خبرو محوري موضوع افغانستان وه.

د چین استازي د سولې په خبرو کې او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان هلې ځلې او قربانۍ ستایلې دي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې په سیمه کې د مشترکو ګواښونو په برخه کې به د اسلام اباد په همکارۍ خپلو هڅو ته دوام ورکوي. فاطمي هم ویلي، چې د چین او اسلام اباد لاره یوه ده او په افغانستان کې د چین له هڅو یې ستاینه کړې.

چيني او پاکستاني چارواکو ژمنه کړې، چې له طالبانو سره د افغان دولت د خبرو ددوام لپاره به نږدې همکارۍ کوي. د چین استازی به د پاکستان له ټولو ملکي او نظامي چارواکو سره په دې سفر کې لیدنې ولري.

څو ورځې وړاندې هندي ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د نیویارک په وروستۍ غونډه کې د افغانستان د سولې له بهیرڅخه هندوستان ایستل شوی دی، پداسې حال کې چې امریکا نور نو امریکا په افغانستان کې چین ته د خپل رقیب په سترګه نه ګوري.

د چین او پاکستان اړيکې هم ترهغه حده خوږې او ستراتيژيکې دي، چې د هندوستان او امریکا د اندېښنې سبب شوې دي خو اوس داسې ښکاري چې امریکا په دې موضوع نوره نو پرده غوړولې او د چين او پاکستان اړیکو ته د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په برخه کې د بالقوه خطر په سترګه نه ګوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.