چپرهار لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

چپرهار لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

عملیاتو کې د چپرهار ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال له خپلو ۱۱ ملګرو سره وژل شوی دی.

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د مالوماتو له مخې، د دې عملیاتو پر مهال د چپرهار لپاره د وسله والو طالبانو له لورې تش په نوم نومول شوی ولسوال سبحان الله چې مشهور په شاهین عادل او یو شمیر نورمهم قوماندانان هم وژل شوي دي، همدا راز درې شکمن کسان یې ژوندي نیولي .

د دې عملیاتو پر مهال ۷ سوه ګرامه نشه یې توکې، یو لابراتوار، څو عرادې موتر سایکلونه، سپکې او درنې وسلې، ماینونه او یو شمیر نور توکې هم تر لاسه شوي، چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې له منځه وړل شوي دي .

د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه وایي، د دې عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

Leave a Reply

Your email address will not be published.