(چک) وايي په پاکستان کې تښتول شوي اتباع یې خوشي کیږي

هاناهامپلاف او آنتوني کراستکاد چک جمهوریت لومړي وزیر وایي د دغه هیواد هغه دوه اتباعې خوشې شوې چې د ۲۰۱۳ کال د مارچ په میاشت کې په پاکستان کې تښتول شوې وې. د فرانسپرس د رپوټ له مخې د چک جموري دولت د دغو ښځو د خلاصون په بدل کې تښتوونکو ته شپږ میلیون ډالره ورکړي دي.

دا ښځې (هاناهامپلاف او آنتوني کراستکا) نومیږي چې دواړه د ارواپوهنې محصلینې وې او د ۲۰۱۳ م کال د مارچ په میاشت کې په پاکستان کې وتښتول شوې.

د چک جمهوریت لومړي وزیر بوشلاف سوبوتکا د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۲۸ مه اعلان وکړ چې په پام کې ده دادواړه ښځې خوشې شي. هغه ویلي وو له تښتوونکو سره خپرو پایله ورکړې ده. ویل کیږي چې د دغه ښځو تښتول په پراګ کې د یوه لبناني په تښتولو پورې تړاو ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.