چین: افغان سولې بهیر سره مرستې ته تیار یو

چین: افغان سولې بهیر سره مرستې ته تیار یو

 

په کابل کې د چین سفارت ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغان سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

کابل کې د چین سفیر ټینګار کړی چې افغانستان سولې ته اړتیا لري او دغه جګړه باید پای ته ورسېږي.

د چین سفیر په وینا، له نړیوالې ټولنې سره اوږه په اوږه چمتو دي چې افغان سولې بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د سولې شورا د چین دغه اقدام ستایي او باور لري چې چین پر پاکستان نفوذ لري او کولی شي بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

کابل کې د چین سفیر دغه خبرې داسې مهال کوي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تللی و چین ته او د هغه هېواد لوړ پوړو چارواکو ورسره ژمنه کړې وه، چې هېواد به يې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ وکړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.