چین: امریکا دې په تدریجي ډول له افغانستان پښې سپکې کړي

چین: امریکا دې په تدریجي ډول له افغانستان پښې سپکې کړي

اسلام اباد کې د چین مرستیال سفیر ليژیان ژاو ویلي، امریکا افغانستان کې اولس کلونه تیر کړل او که وځي، نو په مسوولانه او تدریجي توګه دې ووځي.

ژاو دا هم ویلي چې، که امریکا وځي نو ښايي د افغانستان وضعیت د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او پاکستان ډېر اغیزمن کړي.

له دې سره د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی حاضر دي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت استازي ویلي، د افغانستان امنیت، ثبات او پراختیا د ټولو سویلي اسیا او ګاونډیو هېوادونو لپاره مثبتې اغیزې لري

Leave a Reply

Your email address will not be published.