چین او افغانستان د ګمرکي همکاریو سند لاسلیک کړی

افغانستان او چين، د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ ناستې په څنډه کې، د ګمرکي همکاريو تړون لاسليک کړ.
د هېواد د ماليې وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګمرکي همکاريو دغه هوکړه ليک د افغانستان د ماليې وزارت د ګمرکونو عمومي مشر احمد رشاد پوپل او د چين د ګمرکاتو وزير يوګوانګجو ترمنځ په بيجينګ کې؛ لاسليک شو.
د ماليې وزارت ويلي، د ياد هوکړه ليک پر بنسټ به افغانستان او چين په مهمو موضوعاتو لکه د ګمرکي پړاونو د ساده کولو، د نشه يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې، د معلوماتو او تجربو پر تبادلې او دوه اړخيزو مرستو په برخو کې له يوه بل سره همکاري کوي.
د ماليې وزير اکليل حکيمي په دې اړه ويلي، افغان دولت د ګمرکي همکاريو تړون يو نوى ګام بولي او هرکلى یې کوي، چې په عملي کېدو سره به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګريزو اړيکو کې اسانتياوې رامنځته شي او دغه راز به د ملي عوايدو د لوړولو په برخه کې هم مهم رول لوبوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.