د داعش په لاس د څو چینایانو تر وژل کېدو وروسته دغه هېواد پرېکړه کړې، چې د داعش پرضد له جنګیدونکې ټلوالې سره به یوځای شي او خپل پراخ عملیات به پیل کړي.
د چین جمهور ریس شي جین پینګ په یوه ځانګړې وینا کې په ډاګه کړې: هغه وخت رارسېدلی چې دتروریزم پرضد یې هیواد په عملي اقدام لاس پورې کړي او لومړنی ګام به یې داوي چې دداعش له راپرځونکې ټلوالې سره یوځای د جنګ میدانونو ته ودانګي. دا پرېکړه له هغه وروسته کېږي، چې چین د داعش په لاس د خپلو اوو اتباعو د وژلو خبر واورېد.
چین وايي: دداعش پرضد به له خپلو ټول ځواک استفاده وکړي. پینګ وايي لومړنی اقدام یې دادی، چې له روسیې سره اوږه پراوږه په سوریه کې د داعش پرضد جګړه پیل کړي. نوموړي همدا رنګه له اړوندو سازمانونو غوښتنه وکړه، چې د چین له سرحدونو د باندې خپل امنیتي تدابیر جدي کړي.
د چین ولسمشر په مالي کې د القاعده ډلې ترهګریز بریدونه هم وغندل او له نړیوالو ټولنو یې وغوښتل چې د ترهګرۍ پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.
Leave a Reply