د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغانستان لپاره د چین د خلق جمهوري دولت له ځانګړي استازي دینګ زیجون سره کتلي دي.
له ملي امنیت شورا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د سولې په بهیر بحث کړی دی.
زیجون د افغانستان د سولې بهیر کې د چین د وروستیو هڅو په اړه د ملي امنیت سلاکار ته مالومات ورکړي دي.
هغه ویلي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او همداشان د سولې هوکړه لیک تطبیق ضمانت ته چمتووالی دی.
نوموړي زیاته کړې، چین لېواله دی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو اترو کې د آسانچاري رول ادا او کوربتوب یې وکړي.
د چین استازي څرګنده کړې چې د افغانستان د حکومت له حضور او ښکېلتیا پرته به د سولې هر ډول ترتیبات او توافقات عملي نه شي او د چین دولت د سولې مذاکراتو کې د جمهور رییس غني د هڅو ملاتړ کوي.
په همدې حال کې حمدالله محب د سولې او ثبات برخو کې د چین هڅې ستایلې دي او زیاته کړې يې ده چې د سولې بهیر کې باید د افغان ځواکونو قربانیو ته درناوی وشي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان دولت سولې ته د رسېدو لپاره جامع پلان او قوي هوډ لري؛ خو له ترهګرۍ سره مبارزې ته به همداسې ژمن و اوسي.
Leave a Reply