چین د سي، ای، اې ځینې فعالیتونه فلج کړي دي

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، چین د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کال ترمنځ د دوو کلونو په موده کې د امریکا د څارګرې ادارې سي. ای. اې له ۱۸ تر ۲۰ څارګر وژلي یا بندیان کړي، چې له امله یې په دغه هېواد کې د امریکا جاسوسي عملیات فلج شوي دي.
امریکايي چارواکو دغې ورځپاڼې ته ویلي، دا له تېرو څو لسیزو راهیسې تر ټولو لوی امنیتي درز دی. نیویارک ټایمز پخپل ځانګړي راپور کې ویلي، چین د سي‌.ای.‌اې د کمپیوټرونو او غږیزو اړیکو د سیستم هک کولو له لارې د سي.‌ای.‌اې د څارګرو څرک معلوم کړی یا یې په دوی کې خپل نفوذي کسان ځای پر ځای کړي دي.
نیویارک ټایمز دا راپور داسې مهال خپور کړی، چې واک ته د ډونالډ ټرمپ تر رسېدا وروسته لاهم د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې ښې نه دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.