چین د وریښمو لاره جوړوي

چینچین وایی غواړي له افغانستان سره د یو ښه ګاونډي په توګه په اقتصادي برخه کې همکاري وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ اي» پرون له خپل افغان سیال سره په کتنه کې په دې خبره به ټینګار سره ویلي له کابل سره ګډې هڅې کوي چې د وریښمو لاره بیا فعاله کړي.

د وریښمو د لارې په اړه روان لمریز کال په چین کې یو سیمه ییز کنفرانس هم راغوښتل شوی و. چین وایی چې دا لاره دوی ته هم ګټه لري او له دې لارې به له مدیترانې او نورې اسیا سره ونښلول شي.

په پام کې ده د وریښمو لار د واخان له غرنۍ سیمې له نور افغانستان سره ونښلول شي، چې له شک پرته جوړیدل به یی ستونزمن وي، خو اقتصادي کارپوهان وایی چې په اوسني تخنیک کې یی جوړول آسانه دي.

که افغانستان له دې لارې له چین سره ونښلول شي نو تر ډیره به د ترانزیت په برخه کې د افغانستان اوسنې ستونزې حل شي. ولسمشر محمداشرف غني هځه کوي چې د وریښمو لارې او چاه بهار بندر په فعالولو سره پاکستان ته د افغانستان اړتیا ټیټې کچې ته راکمه  کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.