چین د یونان لوی بندر و پیره

چین له ډیرو هڅو وروسته وتوانید چې د یونان لوی بندر« پیرایوس» چې له لارې یې  اروپا ته چین د صادراتو یوه لویه لاره مومي وپیروده. دا تړون د یونان د لومړي وزیر الکسیس سیپراس او د چین د کاسکو  کیښتې چلولو شرکت د عامل مدیر ترمنځ لاسلیک شوی چې له مخې یې دا شرکت د« پیرایوس» بندر ډیره برخه په واک کې ورکوي.

د چین رسنیو د رپوټ له مخې د کاسکو شرکت د دغه بندر د پیرودلو په موخه یونان ته د ۴۱۹ میلیون او ۷۰۰ زرو ډالرو معادل پیسې ورکړې دي. دغه تړون د ۶۷ سلنه بندر مالکیت چین ته ورکوي.

کاسکو اوس د دغه بندر ۵۱ سلنه ونډه له ځان سره لری او د شوې هوکړې له مخې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د شپاړس سلنه بندر مالکیت هم د ځان کړي. چین به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په دغه سیمه کې سل ملیون ډالره پانګونه کوي.

د « پیرایوس» بندر د مدیترانې په سمندر کې لوی بندر دی چې په سوداګرې کې ځانګړی ارزښت لري.  په دې سره چین کولای شي تر دې وروسته خپل توکي د ریل ګاډي په وسیله ختیځې اروپا ته ولیږدوي.

د جمعې په ورځ په دغه بندر کې یو شمیر کارګرانو د دغه هوکړه لیک په اعتراض کې لاریون وکړ ، دوی اندیښنه ښودلې چې ښایي په دې سره دوی کارونه له لاسه ورکړي. چین له پاکستان سره هم همداسې یو تړون لاسلیک کړی او د ګوادر بندر یې د ۴۳ کلونو له پاره په اجاره اخیستی دی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.